د روسیې د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې ویل سوي چي د الوتکي پېلوټ تر سقوط مخکي له الوتکي ځان غورځولی و او د هغو وسله والو پرضد د مقاومت په وخت کې وژل سوی چي د بشارالاسد د رژیم پر ضد جنګېږي، ابتدايي نښي څرګندوي چي الوتکه يې په مزائیل ویشتل سوې ده.
په سوریه کي د بشري حقونو د څارني ادارې چي له لندنه فعالیت کوي، ویلي چي د بشار الاسد د رژیم مخالفو وسله والو د په شمال ختیځ ولایت ادلب کي یوه الوتکه ویشتلې ده.
د دې پېښي مسؤلیت د هیئه تحریر الشام وسله والي ډلي اخیستی او ویلي یې دي چي الوتکه یې په مزائیل ویشتلې ده.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون