د امریکا د خزانې وزارت د ۲۱۰ روسي میلیاردرانو او چارواکو یو لېست خپور کړی چي د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین نژدې کسان ګڼل کیږي.
دا لېست د امریکا د کانګرس په غوښتنه د دي لپاره چمتو سوی، څو د امریکا د ۲۰۱۶ میلادي کال په انتخاباتو کي د روسیې د مداخلې، پر اوکراین د روسیې د یرغل او د مسکو د ځینو نورو اقداماتو چي د امریکايې چارواکو د اندېښني سبب سوي، په عکسالعمل کي پر روسیې فشار راوړل سي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دي لېست خپرول غندلي دی.
نوموړي د روسیې د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کي د خپل انتخاباتي کمپاین د مهمو غړو سره په یوه غونډه کې وویل، په دي راپور کي د یادو سوو هر یو فرد او جوړښت تر شا زموږ د هېواد عادي وګړي، کارګرې ډلې او بشپړې صنعتي ټولنې دي.
هغه وویل، په حقیقت کي ټول ۱۴۶ میلیونه روسان په دي لېست کې یاد سوي یوو.
د روسیې صدراعظم دمیتري مدودف هم ویلي، د امریکا دا حرکت به د یوې اوږدې مودې لپاره د روسیې او امریکا اړیکي مسمومي کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون