په دغو سياليو کي د کندهار ښار او سپين بولدک ولسوالیو څخه ۸۰ تنو د بدني ښکلا لوبغاړو له ۴۰ کلبونو څخه ګډون کړي وو.
د کندهار ورزشي امر مقتدا اغا وایي، دغه سيالۍ د کندهار د نشه يې توکو پر ضد د مبارزې رياست سره په ګډه مخته وړل کیږي او هدف هم ورڅخه د نشه يې توکو پر ضد مبارزه او سپورټ ته د ځوانانو هڅول دي.
اوسمهال په کندهار ښار کي ۴۳ د بدني ښکلا کلبونه موجود دي او په دي کلبونو کي په سلګونو د بدني ښکلا مینه وال په تمرینونو اخته دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون