لومړی بیټنګ پاکستان وکړ چي په اته څلوېښتم اوور کي یې ټول لوبغاړي د یوسل او اته اتیا منډو په جوړېدو وسوځېدل.
د افغانستان له لوري عظمت الله او قیس احمد د پاکستان درې درې لوبغاړي وسوځول او د افغانستان په بیټسمینانوکي دروېش رسولي ۷۶ منډي جوړي کړې او تر اخره ونه سوځېدۍ.
افغانستان به په خپل ګروپ کي د سي شنبي په ورځ دوهمه لوبه له سریلانکا سره وکړي چي سریلانکا هم پیاوړی ټیم دی او د افغان لوبغاړو د خپل ګروپ وروستۍ لوبه له ایرلنډ سره د جمعې په ورځ ده.
د افغانستان له ګروپ څخه به تر نیمه پایلوبي مخکي پړاو ته دوي لوبډلي ووځي او یوه به اوټ سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون