د کندهار ښار په ظاهر شاهي عالی لیسه کي د زده کوونکو او ښوونکو د ۳۲ بېلابیلو فوټسال لوبډلو تر منځ میاشتنی سیالی پاي ته ورسیدي

د دغه سیالیو یو تن مسٔول نجیب دوست وویل، دغه لوبي د معارف ریاست د ورزش څانګي تر رهبرۍ لاندي ترسره سوې.

د دوست په وینا د دي سیالیو وروستۍ لوبه پرون د دې لیسې دلسم ټولګي د زده کوونکو او بازانو لوبډلي ترمنځ ترسره سوه چي د ښوونکو څخه جوړي سوي د بازانو لوبډلي لوبه دوه پر یو وګټل.

همدا ډول په یاده لیسه کي د زده کوونکو د باسکټبال، کرکټ او جمناسټیک لوبډلي هم فعالیت لري چی وخت ناوخت په خپلو منځو کي لوبي کوي. د دې سیالیو په پاي لوبه کي لوبغاړو ته د ځوانانو چارو فعالینو لخوا جایزي، کپونه او ستاینلیکونه هم ورکول سول.

x

دا هم وګورئ

افغان معلولینو ملي لوبډلي د پاکستان څخه لوبه وګټل

رپوټ: اسدالله نوري د معلولینو د نړیوال سیریز سیالیو په دوهمه لوبه کي د افغانستان ...