د پاکستان په کويټه ښار کي چاودني يو ملکي، ۶ پوليس وژلي او ٢٢ تنه نور يې ټپيان کړي.
د بلوچستان په مرکز کويټه کي د پوليسو پر يوه لارۍ چي تر ۳۰ زيات عسکر پهکي سپاره وو، چاودنه سوې چي د يوه لاروي په شمول شپږ پوليس پهکي وژل سوي او تر ۲۰ زيات کسان پکي ټپيان سوي دي.
پرون چهارشنبه سهار د اته نيمو بجو په شاوخوا کي د کويټي ښار جنوب لور ته د سرياب په سيمه کي پر سيوۍ سړک باندي هغه وخت چاودنه وسوه، چي د پوليسو يوه لارۍ او يو بل ګزمه کوونکى موټر د تېرېدو په حال کي وو.
د کوټې د پوليسو مشر عبدالرزاق چيمه د پېښي په ځاى کي رسنيو ته وويل، چي ګڼ شمېر پوليس عسکر په يوه لارۍ او يوه موټر کي خپلي دندي ته روان وو، چي ناببره ورباندي چاودنه وسوه. نوموړی وايي، تراوسه دا څرګنده نهده، چي دا د سړک له غاړي ښخ سوى بم وو او که ځان وژونکى بريد وو.
په ورته وخت کي د بلوچستان د کورنيو چارو وزير مير سرفراز بګټي رسنيو ته وويل، په روان کال کي پر پوليسو او ملېشه سرتېرو د ترورېستي بريدونو ډېروالى دا څرګندوي چي وسلهوال غواړي، امنيتي ادارې له دې جګړې پر شا وتمبوي، خو وايي، حکومت او امنيتي ادارې بهيې په ګډه د ترهګرۍ پر ضد جګړې ته دوام ورکړي.
سرفراز بګټي ددغه بريد پړه په ظاهره پر چا وروانهچوله، خو تور يې پوري کړ، چي د داسي بريدونو تر شا د افغان او هندي استخباراتي ادارو لاس دى او تنظيموونکي يې په افغانستان کي دي.