د عراق صدراعظم د دې هېواد په نيمه خپلواکه سيمه کُردستان کي د خپلواکۍ په اړه د تېري مياشتي ټولپوښتنه “يوه تېره سوې مسئله” بللې او د کُردي مشرانو سرهيې د خبرو اترو غوښتنه کړې ده.
عراقي ځواکونو د کُردستان د خپلواکۍ په اړه له ترسره شوې ټولپوښتنې درې اوونۍ وروسته د کرکوک په شمول د کُردانو تر کنټرول لاندې د ځينو سيمو د نيولو لپاره عمليات پيل کړي دي.
کُردي پېشمرګه ځواکونو په ۲۰۱۴ ميلادي کال کي د کرکوک زياتې برخې ونيولې، د عراق پوځ د تېري سې شنبې په ورځ وويل، پېشمرګه ځواکونه له مقاومت پرته له سيمې ووتل. خو له سيمي د نښتو او مرګ ژوبلو راپورونه ورکړل شوي دي. د امريکا متحده ايالاتو چي د عراق په کُردستان کي يې د خپلواکۍ په اړه له ټولپوښتنې سره مخالفت کړي، وروسته له هغې چي عراقي ځواکونو کرکوک ونيوه، پر دواړو لورو د زغم ټينګار کړي او ويلي يې دي چي په دې شخړه کي به د هېڅ لوري پلوي ونهکړي.