په پاکستان کي دوه خبريالان چي په پښتونخوا او قبايلي سيمو کي يې له بهرنيو رسنيو سره دندي درلودې، په تېرو دوو ورځو کي ورک سوي دي.
شهنواز ترکزي چي د مشال راډيو خبريال دی، د پښتونخوا په شبقدر کي له خپل کارځای څخه څاګرو ادارو، له ځان سره پورته کړی دی. د هغه لپټاپ کمپيوټر هم ورک دی. اسلام ګل اپريدي بل خبريال دی، چي له اسټراليايي راډيو سره کار کوي. نوموړي د قبايلي سيمي دی، خو له اسلام اباد څخه خپل وطن ته پر لاره ورک سوی دی. تېره اوونۍ پاکستان کي د يوه ځايي ټلوېزيون خبريال هم له کور بهر وژل سوی و.
طالبان ددغه خبريال وژل مني او وايي، چي نوموړي د پاکستان د څارګري اداري (ای ايس ای) لپاره کار کاوه. پاکستان هم د خبريالانو د کار لپاره ناامن هېواد بلل کيږي، چي وخت ناوخت په دغه هېواد کي رسنيز کارکوونکي د خپلو حقونو لپاره ږغ پورته کوي او يا هم مظاهرې کوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون