کندهار کي د لسګونو ځوانانو څخه د افسرۍ ازموينه واخيستل سوه

خبريال: سيد داود قادري

د کندهار په ۲۰۵ اتل قول اردو کي د لسګونو هغو ځوانانو څخه د افسرۍ ازموينه واخيستل سوه، چي له دولسم ټولګۍ څخه فارغه سوي وه.

دوی وايي، افغانستان قوي اردو ته اړتيا لري، نو لازمه ده، چي په تعليم پوه کسان او وړ کسان د ملي اردو ليکو ته راسي او خپل هيواد ته خدمت وکړي. افغانستان له هغو هيوادونو دی، چي وسله وال پوځ يې ورځ تر بلي د پر مختګ پر لور ګامونه پورته کوي او په سلګونه ځوانان ددغه پوځ ليکو ته راځي، ترڅو خپل هيواد ته خدمت وکړي.

دا مهال د کندهار په ۲۰۵ اتل قل اردو کي په سلګونه د جنوبي حوزې ځوانان دندي لري، په داسي حال کي چي يو وخت ددغه سيمو ځوانانو نظامي دندو ته زړه نه ښه کاوه. د ۲۰۵ اتل قول اردو چارواکي وايي، د ۹۰ تنه هغه ځوانانو څخه يې د افسرۍ ازموينه اخيستې ده، چي د دولسم ټولګۍ څخه فارغه سوي دي.

ددغه نظامي مرکز  مرستيال جنرال عبدالرحمن پرواني وايي، دغه ځوانان د کندهار، ارزوګان، زابل، هلمند او نيمروز ولايتونو دي. دده په خبره، افغانستان د ټولو افغانانو کور دی، نو ځکه د افغانستان وسله وال پوځ د افغانستان د ټولو قومونو څخه تشکيل سوی دی. د ۲۰۵ اتل قول اردو مسولين وايي، دا ديار لسمه دوره ده، چي له دغي اکاډمۍ څخه په سلګونو د ملي اردو افسران فارغيږي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...