د استراليا پخوانی توپ وهونکی او د کرکټ مبصر ډين جونز د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم د موقت روزونکي په توګه ټاکل شوی دی.
د افغانستان کرکټ بورډ وايي، ډين جونز به د هانک کانګ په راروانه دوره کي د افغانستان د ملي ټيم روزونکی وي. افغان کرکټ بورډ وايي، د هانګ کانګ له لوبو وروسته به په دايمي ډول د روزونکي په توګه، د ډين جونز د ټاکلو په اړه دواړه خواو خبري وکړي.
د استراليا دغه پخواني مخکښ لوبغاړي پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي، خوښ دی، چي د هانګ کانګ په دوره کي د افغانستان د ملي ټيم د روزونکي په توګه ګمارل شوی دی. ډين جونز په کابل کي د شپږيزې په کورني کرکټ سياليو کي د بهرني مبصر په توګه موجود و.