ترکيه: امريکا سفارت له کډوالۍ پرته د ټولو وېزو صادرول بند کړي دي

په ترکيه کي د امريکا متحده ايالتونو ډيپلوماټيک ماموريت وايي، په دغه هېواد کي يې امريکا ته له کډوالۍ پرته د ټولو ويزو صادرول بند کړي دي.

دا کار په ترکيه کي د امريکا د کونسلګرۍ د يوه کارکوونکي تر نېول کېدو وروسته سوی دی. په انقره کي د امريکا سفارت ويلي دي، چي د څو ورځو پېښو دا سفارت اړ آيستی، څو د امريکايي ډيپلوماتانو او مرکزونو د امنيت د خوندي ساتلو په برخه کي، د ترکيې حکومت ژمني يو ځل له نظره تېري کړي.

د ترکيې سيمه ييزو رسنيو راپور ورکړی دی، چي د امريکا د کونسلګرۍ کارکوونکي د اکټوبر په ۴ مه د ترکيې له تبعيد سوي مذهبي مشر فتح الله ګولن سره د اړيکي په تور په استانبول کي نيول سوي دي. په فتح الله ګولن تور پوري دی، چي د ۲۰۱۶ ميلادي کال ناکامه کودتا يې طرحه کړې وه، هغه تور چي ګولن په وار وار رد کړی دی.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...