د ولسمشر غني یو ویاند شاه حسین مرتضوي وایي، ولسمشر به د دې سفر په لړ کي له برتانیايي چارواکو سره پر دوه اړخیزو اړیکو او د افغانستان د سولي په پروسه کي د برتانیا د رول او ملاتړ په اړه خبري وکړي.
ښاغلی غني به د دې سفر په لړ کي چي د برتانیا د حکومت د مشرتابه په رسمي بلنه یې کوي، د افغانستان او انګلستان د کرکټ د مسابقې لیدو ته هم ولاړ سي.
په نړیوال جام سیالیو کي د افغانستان او انګلستان لوبډلي د راتلونکي سې شنبې په ورځ په مانچستر ښار کي مخامخ کيږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون