د کندهار اوسېدونکي وايي، وسله والو د هوا په ګرمېدو سره په کندهار کي جګړه تونده کړې ده او د امنیتي ځواکونو پر پوستو یې بریدونو ته زور ورکړی دئ.
دوی وایي، امنیتي ځواکونه دي د امنیت په برخه کي کوټلي ګامونه واخلي او د عامو خلکو ژوند دي خوندي کړي.
د جګړې او بریدونو ډېر زور د دغه ولایت په شمالي او سرحدي ولسوالیو کي دئ.
وسله والو په تاکتیکي توګه د روژې په میاشت کي هدفي وژنو ته زور ورکړی وو او په کندهار ښار کي به هره ورځ لږ تر لږه دوه یا درې ورته پېښي رامنځته کېدې خو اوس یې بیا مخامخ جګړه تونده کړې ده.
خلک وايي، په دغه ولایت کي هر کال جګړه داسي مهال زور اخلي چي د مېوو د حاصلاتو وخت نږدې کيږي، چي هم ځاني او هم مالي زیانونه له ځان سره لري.
امنیتي چارواکي هم وايي په دغه ولایت کي له هغه وروسته د وسله والو په بریدونو کي ډېروالی راغلی، چي په پاکستان کي مدرسې رخصت سوي او ډېر طالبان یې د جګړې له پاره افغانستان ته راغلي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون