امریکا وايي د کابل په برید کي د ایران لاس وو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو وايي، چي دوې اونۍ دمخه په کابل کي په بمي برید کي د ایران لاس وو.
په دې برید کي څلور ملکي وگړي وژل سوي او څلور امریکایي عسکر ټپیان سوي وه.

ښاغلي پمپیو په واشنگټن کي د خبرو پر وخت په سیمه کي د څو بریدونو یادونه وکړه، چي په وینا یې ایران پلوه کسانو کړي دي او په ترڅ کي یې په کابل کي د جوزا د لسمي بمي برید یادونه هم وکړه، د دغه برید مسئولیت طالبانو منلی وو.

د عمان په خلیج کي د تیلو پر ټانکرونو باندي برید، په بغداد کي د امریکا سفارت ته نژدې د راکټ لګېدل او په سعودي عربستان کي پر یو هوایي ډګر باندي د توغندیو بریدونه هغه نور موارد وه، چي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ایران پکښي په لاس لرلو تورن کړ.

امریکا په څو تیرو اونیو کي څو ځلي ایران په دې تورن کړی، چي په سیمه کي یې پر امریکایي اهدافو بریدونه کړي دي، خو دا لومړی ځل دئ، چي په افغانستان کي د بمي برید په ارتباط پر ایران دا ډول تور لګوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...