مای سن آنتینیو امریکایي رسنۍ په خپله یوه اوږده مقاله کي د افغانستان جګړې ته کتنه کړې ده.
په دغه لیکنه کي راځي چي امریکا په افغانستان کي د خپلو ناسمو کړنلارو او ناکامو پلانونو له امله ستراتيژیکه ماته خوړلې ده.
په مطلب کي راځي، د زرګونو سرتېرو په موجودیت، د میلیاردونو ډالرو په لګولو او د نږدې ۲۴۰۰ امریکايي سرتېرو په وژل کېدو امریکا په جګړه کي بریالۍ نه سوه. په مطلب کي وړاندي راځي کلونه وړاندي ګڼو افغان سیاسیونو د افغان جګړې د سیاسي حل وړاندیزونه وکړل، خو امریکا ډېر وروسته د سولې په برخه کې اقدام وکړ. نشریه لیکې د امریکا وروستي فعالیتونه او د سولي او جګړې په ډګر کي سته تضاد دا ښيي چي دغه هېواد په افغانستان کي ستراتیژیکه ماته خوړلې ده. سرچینه دا هم وایي چي ښایي تر دې دمه د افغان جګړې د حل په اړه د امریکا د ديپلوماتیکو او نظامي ادارو ترمنځ همغږي نه وي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون