امریکا د ایران له سیلاب ځپلو سره د مرستي ډاډ ورکړی دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ایران په وروستیو سیلابونو کي له زیانمنو شوو خلکو سره همدردي او د قربانیانو کورنیو سره یې غمشریکې کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په یوه وینا کي له نړیوالو مرستندویه سازمانو سره یوځای او په مستقیمه توگو د ایران خلکو ته د مرستو د رسولو خبر ورکړ.

د پمپیو په خبره ایرانی حکومت په دې نه دی توانېدلی چي خپلو خلکو ته پر وخت مرستي ورسوي او ناسم ښاري پلانونه یې ددې سبب سوي چي میلیونونه وګړو ته زیان واوړي. ویجاړونکو سیلابونو د ایران ١٥ ولایتونه ځپلي دي او تر اوسه د ٥٧ کسانو د وژل کیدو او د ۴٧٨ تنو د ټپي کیدو خبرونه ورکړل سوي دي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...