د سپیني ماڼۍ له لوري په یوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د افغان جګړې پر پای ته رسولو ټینګار کوي.
هغه د ناټو له عمومي منشي ینس سټولټنبرګ سره د خبرو پر مهال د افغانستان جګړه مسخره او د تاسف وړ بللې ده او ټینګار یې کړی چي ددغه جګړې د پای ته رسولو لپاره باید عملي ګامونه اوچت کړل سي.
ټرمپ همدا راز ویلي چي د امریکا متحدو هیوادونو د افغان جګړې په اړه نوي اقدامات پيل کړي دي او ډېر ژر به ټول د مثبتو تغیراتو شاهدان وي.
د امریکا ولسمشر ویلي چي په افغانستان کي ۱۹ کلنه جګړه د پای ته رسېدو وړ نه ده، خو امریکا او متحدین یې هڅه کوي نوې لارې پیدا کړي او دغه بحراني وضعیت ته نور د پای ټکی کښېږدي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون