ملګري ملتونه: په تیرو درو میاشتو کي ۱۶۰ زره افغانان سیلابونو زیانمن کړي

ملګري ملتونه وايي، د روان میلادي کال له پیل راهېسې په تېرو درېیو میاشتو کي په افغانستان کي تر ۱۶۰ زرو زیات وګړي، سیلابونو زیانمن کړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د هم ږغۍ دفتر یا اوچا پرون په خپل اوونیز راپور کي وویل، تر ۴۲ زرو زیات افغانان د سیلابونو له کبله له خپلو کورونو بې ځایه سوي دي.

د ملګرو ملتونو په وینا د افغانستان شپږ ولایتونه؛ هرات، بلخ، بادغیس، فاریاب، جوزجان او سرپل په تېره اوونۍ کي د درنو ورښتونو او سیلابونو شاهدان وو.

بلخ او هرات هغه ولایتونه دي چي د راپور په وینا تر ټولو ډېر زیانونه پکښي اوښتې او نږدې ۱۷ زره کسان پکښي د سیلابونو له کبله زیانمن سوي دي.

طبیعې پېښو پر وړاندي د چمتووالي په چارو کي د دولت وزیر نجیب اقا فهیم وویل، په افغانستان کي وروستیو سیلابونو ۱۴۱ کسان وژلي او ۲۷ زره کورنه یې ویجاړ کړي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...