د افغان سولي لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیل زاد کندهار ته راغلی او دلته د افغان سولي په اړه له قومي او ولسي مشرانو او ولایتي چارواکو سره خبري کوي.
د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزیزي وايي، چي ښاغلی خلیل زاد د کندهار په هوايي ډګر کې خپلي لیدني پلان کړي او کندهار ښار ته نه راځي.
ده وويل، چې د ښاغلي خلیل زاد لیدني مطبوعاتي ندي ځکه خو مطبوعات هم ندي بلل سوي.
ټاکل سوې چي ښاغلی خلیل زاد به نن د ورځی په اوږدو کي د کندهار د ولسي مشرانو او مدني ټولني د غړو تر څنګ د جنوبي ولایتونو د ولایتي شوراګانو له ریسانو او قومي مشرانو سره هم په جلا جلا توګه وویني.
د کندهار قومي او ولسي مشرانو په ډيرو غونډو کي دا غوښتنه کړې وه چي د کندهار د ولسي مشرانو سره دي د سولي په اړه سلا مشورې وسي ځکه په دې برخه کي د کندهار مشران کولای سي رغنده رول ولري.
د افغانستان د سولي لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د تېري دوشنبې په ورځ اوو هیوادونو ته خپل سفر پیل کړ.
بل خوا له افغان چارواکو سره د ښاغلي خلیلزاد د لیدو په لړ کي د افغانستان د ملي امنیت د شورا دفتر د دوشنبې په ورځ خبر ورکړ چي ښاغلي محب د امنیتي وضعیت د ارزوني په هدف د کونړ او نورستان ولایتونو ته تللی دی.
ښاغلي محب امریکا ته په خپل سفر کي پر زلمي خلیلزاد واضح انتقاد کړی دی.
ده تور لګولی چي خلیلزاد د افغانستان د سولي د هڅو تر څنګ د قدرت د لاسته راوړلو په خاطر خپل شخصي اهداف هم تعقیبوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون