د ډیلي ټایمز د خبر له مخي هغه ویلي، افغان حکومت خپل سفیر په داسي حال کي ورغواړي چي طالبان او امریکا د افغان سولي په اړه په خبرو بوخت دي او ممکن د هغه د غوښتلو یو لامل هم همدا وي چي دوی له خبرو لرې پاتي سوي دي.
نوموړي زیاته کړې، لومړي وزیر عمران خان د افغان سولي او ټاکنو په اړه خبري کړي دي خو زیاتوي چي نباید د هغه له خبرو غلط تعبیر واخیستل سي.
نوموړي ویلي، پاکستان په افغانستان کي سوله غواړي او د یاد هېواد امنیت خپل امنیت بولي خو په خبره یې دوی په دې هېواد کي د داسي سولې غوښتونکي دي چې د ټولو افغانانو غوښتنو ته پکښې درناوی وسي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون