پاکستان د هند ددې اقدام غندنه کړې چي وایي په فضا کي یې د سټلایټ ضد توغندي بریالۍ ازموینه کړې ده او دا عمل یې د جګړې اور ته د لمن وهلو په مانا بللی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، فضا د انسانانو یو شریک میراث دی او هر ملت ته په کار ده چي له داسي هلو ځلو ډده وکړي چي وسلواکي سیالۍ ته وده ورکوي.
هند پرون د خپلي فضا د امنیت خوندي کولو لپاره د سټلایټ ضد توغندي بریالۍ ازموینه وکړه.
د هند لومړي وزیر نرندرا مودي دا ازموینه د هند د پیاوړتیا لپاره یو بې ساری ګام بللی دی او له همدې امله یې ټولو هندیانو ته مبارکي ویلي.
هند او پاکستان له ۱۹۴۷میلادي کال راهیسي د ترخو اړیکو تاریخ لري او تر منځ یې د کشمیر پر لانجمنه سیمه درې لویې جګړې سوې دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون