د قزاقستان یوه پوځي چورلکه د روزنیزي الوتني پر مهال را نسکوره سوې او ۱۳ سپاره سرتېري پکښي وژل سوي دي.
دا چورلکه د کسپین سمندرګي له نږدې سیمو پرون والوته او د یاد هېواد په جنوب کي د ژاله ګش په سیمه کي غورځېدلې ده.
ددې پېښي لامل تر اوسه لا څرګند نه دی.
د قزاقستان د موقت حکومت مشر قاسم جومارت توقایف پر خپل ټویټر ددې خبر پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چي په یاده چورلکه کي د وژل سویو سرتېرو له کورنیو سره په غم شریک دی.
هغه ددې پېښي د رڼو او پر وخت څېړنو امر کړی دی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون