په مالي جمهوریت کي د یو برید پر مهال ۱۵۷ کسان وژل سوي

د مالي جمهوریت یو حکومتي چارواکي ویلي دي چي هلته د شنبې په ورځ د ترسره سوي برید له امله ۱۵۷ کسان وژل سوي دي.
یو شمېر وسله والو د تیري شنبي په ورځ د مالي په مرکز کي په یو کلي کي پر خلکو ډزي وکړې او کورونه یې وسوځول.
دا په مالي کي تر ټولو خونړی برید بلل کیږي چي انګېزه یې قومي مسایل ښودل سوي دي.
چارواکي وایي په دغه برید کي ولسي خلک په خپلو کورونو کي دننه سوځول سوي دي.
وسله وال تښتېدلي او لا حکومتي چارواکو په دې تړاو د چا د نیولو خبر نه دی وکړی.
ملګري ملتونه وایي په وژل سویو کي ډېری هغه یې ښځي او ماشومان دي. مالي جمهوریت په افریقا کي پروت بې وزله هېواد دی.
x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...