د هند لومړي وزیر نرندار مودي د یادې ازموینې ستاینه کړې ده.
هغه دا ګام ستر پرمختګ بللی او ویلي یې دي، هند له امریکا، روسیې او چین وروسته څلورم هېواد دی چي دا ډول سټلایټ لري.
د هند د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي دا د ټولو هندیانو لپاره یو غوره خبر دی.
یاد وزارت ټولو هندیانو ته د دې ستر پرمختګ مبارکي ویلې او دا کار یې د دښمن پر مخ یوه زوروره څپېړه بللې ده. سرچینې ویلي، دا سټلایټ په ۳۰۰ کلومیټره واټن کي بل سټلایټ ویشتلی سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون