افغان حکومت یو ځل بیا د ملکي تلفاتو پر مخنیوي ټینګار کړی

افغان حکومت په داسې حال کي د ملکي مرګ ژوبلي پر مخنیوي ټینګار کوي چي په دې وروستیو کي په ځمکنیو او هوایي عملیاتو کي ګڼ ملکي وګړي وژل سوي او یا ټپیان دي.
د امنیتي سکټور رهبرۍ جلسې  په یوه ناسته کي یو ځل بیا د ملکي مرګ ژوبلي پر مخنیوي ټینګار کړی دی.
له ملي امنیت شورا نه په خپرې سوې خبرپاڼه کي راغلي، د ملي امنیت د سلاکار حمدالله محب په مشرۍ د امنیتي سکټور جلسې د هرات، بلخ او بدخشان ولایتونو امنیتي وضعیت ارزولی دی. سرچینه کاږي په دې ناسته کي د مرګ ژوبلې د مخنیوي پر جدې پلان جوړونې ټینګار سوی او په دې برخه کي اړوندو مسوولینو ته لازمې لار ښووني سوي دي.
x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...