هند ویلي چي خپل فضایي حریم ته د پیښو ګواښونو د مخنیوي لپاره یې د سټلایټ ضد توغندي ازموینه په بریالۍ توګه تر سره کړې ده

د هند لومړي وزیر نرندار مودي د یادې ازموینې ستاینه کړې ده.

هغه دا ګام ستر پرمختګ بللی او ویلي یې دي، هند له امریکا، روسیې او چین وروسته څلورم هېواد دی چي دا ډول سټلایټ لري.

د هند د بهرنیو چارو وزارت هم ویلي دا د ټولو هندیانو لپاره یو غوره خبر دی.

یاد وزارت ټولو هندیانو ته د دې ستر پرمختګ مبارکي ویلې او دا کار یې د دښمن پر مخ یوه زوروره څپېړه بللې ده. سرچینې ویلي، دا سټلایټ په ۳۰۰ کلومیټره واټن کي بل سټلایټ ویشتلی سي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...