اروپايي ټولنه وایي دوی د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د سولي له ټولو خبرو ملاتړ کوي او په دغه هېواد کي د سولې لپاره رامنځ ته سوی فرصت مهم بولي.
د اروپايي ټولني د بهرني سیاست مسٔوولې فدریکا موګیرني نن له ولسمشر غني سره په ارګ کي په ګډه خبري غونډه کي د خبرو پر مهال وویل، افغان حکومت دي د سولي په برخه کي خپلي هڅي ډیري کړي او اجازه دې نه ورکوي چي دغه رامنځ ته سوی فرصت ضایع سي. موګیرني وایي دوی د سولي ملاتړ کوي او په دې برخه کي هر ډول همکارۍ ته تیار دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون