په تاجکستان کي د اداري فساد پر ضد اداره وايي، چي د دې هيواد د حکومت يو لوړ پوړی چارواکی يې د ۴۹۰ زرو ډالرو د رشوت اخيستو پر مهال نيولی دی.
دې ادارې پرون سه شنبه وويل، چي د تاجکستان د اقتصادي پراختيا د وزارت د پانګوني رئيس نور علي زاده، هغه مهال ونيول سو، چي په يوه رسټورانټ کي يې څه کم نيم ميليون ډالره د رشوت په توګه اخيستل. د تاجکستان د فساد ضد ادارې همدارنګه ويلي دي، چي ۱۰ زره ډالر د نوموړي په کور کي هم ترلاسه سوي دي.
تاجکستان چي له اقتصادي ستونزو سره مخ هيواد دی، د تېري اپريل مياشتي راهيسي يې د هغو چارواکو خلاف، چي په اداري فساد کي ښکېل دي، اقدامات زيات کړي دي.
همدا راز په تېره جولای مياشت کي د تاجکستان ستري محکمې د فساد ضد ادارې پخوانی مرستيال دولت خيرزاده او د سغد ولايت د ګمرک پخوانی مرستيال د مالي درغليو په جرم، په ۱۰ کاله بند محکوم کړل. ياده دي وي، چي تېره مياشت هم په دې هيواد کي د فساد ضد ادارې يو لوړپوړی چارواکی په ۱۵ کاله بند محکوم سو.