ارګ وايي، ولسمشر اشرف غني کابل ته د پاکستان د پوځ د لوي درستيز د سفر په اړه، د افغانستان له جهادي او سياسي مشرانو سره د مشورتي غونډو لړۍ پيل کړه.
له ارګ څخه يوه خپره سوې خبرپاڼه وايي، چي ولسمشر اشرف غني پرون سه شنبه په ارګ کي د سياسي او جهادي مشرانو يوې غونډي ته کابل ته د پاکستان د لوی درستيز جنرال قمر جاويد باجوه د سفر د جزئياتو په اړه معلومات ورکړل.
په خبرپاڼه کي د ولسمشر اشرف غني له خولې ويل سوي دي، چي د جنوبي اسيا او افغانستان لپاره د امريکا متحده ايالاتو نوې ستراتيژي د سولي لپاره ګټوره ده. په خبرپاڼه کي داهم راغلي دي، چي په دې غونډه کي راټولو شوو افغان مشرانو له پاکستان سره د مذاکراتو پيل مهم وباله او ددغو مذاکراتو د دوام تر څنګ يې ټينګار وکړ، چي په دې اړه ملي، سيمه ييزه او نړيواله اجماع بايد نوره هم پياوړې شي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون