په افریقا کي د امریکا د پوځ قوماندانۍ وروسته تر هغې دا خبره وکړه چي موزمبیق له توپان او سیلاب ځپلو سره د بېړنيو مرستو غوښتنه وکړه.
د متحده ایالاتو پوځ ویلي چي تر راتلونکو ورځو پورې به د ۶ نیم میلیونه ډالرو په ارزښت بشري مرستې موزمبیق ته برابرې کړي.
توپانونو او سېلابونو په موزمبیق کې ۴۴۶ کسان مړه کړي دي.
دغهراز د زېمبابوې او مالاوی وګړو ته هم دې طبیعي پېښو ځاني او مالي زیانونه رسولي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون