امریکا د خپلو دوو وژل سوو سرتیرو په اړه معلومات خپاره کړل

د امریکا د ددفاع وزارت وایي، چي د جمعې په ورځ یې په کندوز کي د یوې نښتي پر مهال دوه سرتېري وژل سوي دي.

د پنټاګون د معلوماتو له مخي په وژل سوو کي ۳۳ کلن وېل ډي لینسي او ۲۹ کلن جوزف پي کولېټ شامل دي.

پنټاګون وايي چي د روان میلادي کال په لومړیو درېیو میاشتو کي یې څلور سرتیري په افغانستان کي د جګړې پر مهال وژل سوي دي.

د پنټاګون د معلوماتو له مخي په کندوز کي یې وروستي وژل سوي دوه سرتیري پیاوړي کسان وو چي په بېلو هېوادونو کي یې د امریکا نظامي ماموریت مخ ته وړی و.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...