د موزمبیق په خونړیو سیلابونو کي تر ۴۰۰ زیات کسان وژل سوي

د موزمبیق دولتي چارواکو ویلي چي تر سمندري توفان وروسته خونړیو سیلابونو څه باندي ۴٠٠ کسان وژلي دي.

دغه سمندري توفان چي د ١٧٠ کیلومترو په سرعت له سختو بادونو سره مل و، تیره اونۍ د بیره بندري ښار وځاپه او په میلیونونو کسان یې له سخت گواښ سره مخ کړل.

د ژغورني عملي د کړکیچن وضعیت او سختو سیلابونو له امله په خپل کار کي پاته راغلي دي.

خو د موزمبیق د ځمکي او چاپیریال چارو وزیر د وضعیت د یو څه ښه کیدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چي اوس د مرستو رسوني چاري ښې سوې دي. دده په خبره وضعیت په ښه کیدو دی، خو د وژل سوو شمیر مخ په زیاتیدو دی. دده په وینا تر اوسه ۴۱۷ کسان وژل سوي دي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...