پاکستان د هند پر ضد د کرکټ دعوه وبایلله

د پاکستان د کرکټ بورډ مشر احسان ماني تائید کړیدي چي د هند د کرکټ بورډ ضد دعوی یې بایللې ده او هغوي ته یې د ١.٦ ملیونو ډالره جرمانه ورکړېده.

 

د پاکستان کرکټ بورډ د کرکټ نړیوالې شورا ته شکایت کړی و چي د هند کرکټ بورډ د دوه اړخیزه لړۍ د یوې موافقي نه سرغړونه کړیده چي لدی کبله د پاکستان کرکټ بورډ ته مالي تاوان رسیدلی او د هند کرکټ بورډ دې ورته ٧٠ ملیونه ډالره تاوان ورکړي.

 

د هند کرکټ بورډ بیا ویل چي د پاکستان سره یې د کرکټ د سیریز موافقه نه وه سوې خو دا یوازې یو وړاندیز و او قانوني بڼه یې نه لرله.

 

آی سي سي یعني د کرکټ نړیوالې شورا د قضیې د اوریدو نه وروسته د پاکستان کرکټ بورډ ته وویل چي د هند کرکټ بورډ ته دې ١.٦ ملیونه ډالره ورکړي.

 

د پاکستان د کرکټ بورډ مشر احسان ماني وویل چي هغوي په دغه قضیه ٢٢٠٠ زره ډالره خرڅ کړل خو دغه دعوی یې وبایلله.

 

احسان ماني دا وویل چي د هند سره به یې د ٢٠١٥ کال نه واخله د ٢٠٢٣ کال پورې د لوبو ٦ لړۍ یوه موافقه سوې وه او ځکه یې د هند خلاف دعوی کړې وه خو د کرکټ نړیوالې شورا وویل چي د هند دریځ سم دی او پاکستان دي اوس د دغې قضیې مصرف یعني ١.٦ ملیونه ډالره ورکړي.

x

دا هم وګورئ

افغان معلولینو ملي لوبډلي د پاکستان څخه لوبه وګټل

رپوټ: اسدالله نوري د معلولینو د نړیوال سیریز سیالیو په دوهمه لوبه کي د افغانستان ...