د هند او پاکستان د ځواکونو په تازه نښته کي یو هندی سرتیری وژل سوی

د هند پوځ وایي، د کشمیر په لانجمنه سیمه کې پرون دوشنبه د پاکستانیو سرحدي ځواکونو د ډزو په یوې نوې پېښه کي یو هندی سرتېری مړ او درې نور سخت ټپیان سول.

دغه پېښه د کنټرول کرښي ته نږدې د راجوري سیمي په سوندیرباني برخه کي سوې ده.

هندي پوځي چارواکو وویل چي ځواکونو یې د پاکستاني سرتېرو ډزو ته متقابل ځواب ورکړ او نښتو شااوخوا دوه ساعته دوام وکړ.

له هغې را وروسته چي تېره میاشت د هند تر کنټرول لاندی کشمیر کي په یوه خونړۍ حمله کي شااوخوا ۴۰ هندي سرتېري ووژل سول او مسؤلیت یې پاکستان کي دېره جیش محمد سخت دریځې ډلي اخیستی، د دواړو هېوادونو ترمنځ د زیات سوي کړکېچ په ترڅ کي له اوربنده د دواړو لورو له خوا د څو سرغړونو راپورونه ورکړل سوي دي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...