سفارت په خپله ویبپاڼه کي په یوه بیان کي ویلي چي په دې اړه یې د رواني مارچ میاشتي له نیمایي راهیسي ډیر راپورونه ترلاسه کړي دي.
په بیان کي دغه راز ویل سوي چي سخت دریځي وسله وال پلان لري چي په کابل کي د افغانستان، امریکا او د نورو بهرنیو دولتونو د دفترونو او تاسیساتو په ګډون پر بېلابېلو هدفونو حملي وکړي.
وسله والو دغه راز د افغانستان په نورو برخو کي د بهرنیانو د را ټولېدو پر ځایونو، هوټلونو، د اوسیدو پر ځایونو او ښوونځیو هم د حملو ګواښ کړی دی.
د امریکا سفارت د خپلو اتباعو په ګډون له ټولو غوښتي چي له احتیاطه کار واخلي او د خوندیتوب سپارښتني په پام کي ونیسي.
د مارچ ۲۱مه د راتلونکې پنجشنبي ورځ د نوي ۱۳۹۸ هجري لمري کال لومړی ورځ ده چي په ټول افغانستان کي د یو لړ مراسمو په ترڅ کي لمانځل کیږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون