د افغانستان کرکټ ملي لوبډلي له ایرلنډ څخه د ۷ ویکټو په توپیر ټیسټ لوبه وګټله

د افغانستان او ایرلنډ کرکټ لوبډلو ترمنځ ټسټ لوبه د تېري جمعې په ورځ «د مارچ ۱۵» نېټه د هندوستان په دهرادون ښار کي پیل سوې وه چي افغان لوبډلي د اوو ویکټو په توپیر نن دوشنبه د مارچ پر ۱۷مه نېټه خپله لومړۍ ټیسټ لوبه وګټله.

ایرلنډ په خپلي اولي پاڼۍ کي ۱۷۲ منډي وکړې چي افغانستان یې په جواب کي ۳۱۴ منډې وکړې.

په دویمي پاڼۍ کي د ایرلنډ ټول لوبغاړي په ۲۸۸ منډو وسوځیدل او په دې حساب افغانستان ته یې د ۱۴۷ منډو هدف ټاکه.

د ټیسټ لوبې په څلورمه ورځ افغان ملي لوبډلي د ایرلنډ د ۱۴۷ منډو هدف د درې ويکټو په سوځيدو سره ترلاسه کړ او په دې سره یې لومړنۍ ټیسټ لوبه وګټله.

افغان لوبغاړی محمد شهزاد په وروستۍ پاڼۍ کي په ۲ منډو، محمد نبي په یوې منډې او رحمت شاه په ۷۶ منډو کولو سره وسوځېدل.

احسان الله جنت په ۶۵ او حشمت الله شهیدي په څلورو منډو کولو سره ناټ اوټ پاته سول او لوبه یې وګټله.

د کرکټ د نړیوالې شورا د راپور له‌مخي رحمت شاه په لومړۍ پاڼۍ کي د ۹۸ او په دوهمه پاڼۍ کي د ۷۴ منډو په تر لاسه کولو سره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول سو.

احسان جنت هم څلورم افغان لوبغاړی سو چي د ټیسټ کرکټ نیمه سلیزه یې تر لاسه کړه.

دا د احسان الله جنت لومړنۍ ټیسټ لوبه ده او د ۱۰۸ توپونو په لوبولو یې ۵۰ منډې ترلاسه کړې چي دوه شپږیزې او ۶ څلوریزې یې په پاڼۍ کي شاملې سوې.

راشد خان لومړی افغان لوبغاړی سو چي په ټسټ لوبو کي یې په اول ځل پنځه ویکټې واخیستلي.

نوموړي په دې تېره ورځ په یو ویډیويي پیغام کي وویل:

  وروسته تر دې چي افغانستان د کرکټ د نړیوالي شوار بشپړ غړیتوب واخیست، دا لومړی ځل دی چي افغانستان د کرکټ د ټیسټ کوربه دی.

افغانستان د ټیسټ لومړنۍ نړیواله لوبه د هند سره وکړله او دا یې د ټیسټ دویمه نړیواله لوبه ده.

تر دې مخکي افغانستان له ایرلنډ څخه د شل اوریزو لوبو لړۍ ګټلي وه او د پنځو یو ورځنیو لوبو لړۍ یې مساوي کړې وه.

x

دا هم وګورئ

افغان معلولینو ملي لوبډلي د پاکستان څخه لوبه وګټل

رپوټ: اسدالله نوري د معلولینو د نړیوال سیریز سیالیو په دوهمه لوبه کي د افغانستان ...