روانه اونۍ کي یوه بله ډله افغانان له المان اخراجیږي

د کډوالو چارو وزارت وايي، چي د افغانستان له سخت امنيتي وضعيت سره سره، روانه اوونۍ يوه بله ډله افغانان له آلمانه اخراجيږي.
ویل کیږي د دغو افغانانو الوتکه به د رواني اونۍ د چهارشنبې په ورځ کابل ته ورسيږي.
د کډوالو چارو وزارت ويلي دي چي د دوو تنو پناه غوښتونکو هويتونه چي تېره میاشت له آلمانه اخراج سوي دي، تر اوسه نه دي معلوم. له دوی څخه يوه يې کابل ته تر رسېدو وروسته ويلي چي هغه افغان نه، بلکي پاکستانی دی او بل يې ويلي چي ايرانی دی.
x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...