ولسمشر ټرمپ له خپل استخباراتي او امنیتي ټیم سره د افغانستان په اړه غونډه کړې ده ،د راپورونو له مخي په دغه مهمه غونډه کي د امریکا مهمو امنیتي، استخباراتي او ديپلوماتیکو چارواکو برخه لرله او په افغانستان کي یې پر روان وضعیت بحثونه کړي دي.
ویل کیږي چي له طالبانو سره سوله، په افغانستان کي د امریکايي ځواکونو راتلونکې او دلته روان وضعیت ددغه مهمي امنیتي جلسې د بحث موضوعات وو.
د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو، د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پينس، ددفاع سرپرست وزیر او د ګڼو استخباراتي ادارو مشران په دغه غونډه کي حاضر و. یاده مهمه امنیتي غونډه داسې مهال جوړېږي، چي زلمی خلیلزاد امریکا ته تللی دی او ټاکل سوې له طالبانو سره د رامنځ ته سوې مسودې په اړه له امریکایي حکومت سره خبرې وکړي. تر اوسه دا نه ده په ډاګه سوې چي په دغه مهمه غونډه کي څه پرېکړي سوې دي او د زلمي خلیلزاد پر مسوده بحث سوی دی کنه.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون