عمر داودزی د خپلو سفرونو په دوام نن ایران ته ځي

د سولي عالي شورا د دارالانشاء ریيس محمد عمر داودزى د سيمي هېوادونو ته د خپلو سفرونو په دوام نن ايران ته ځي.

د سولې عالي شورا وياند سيد احسان طاهري وايي، داودزى به د دغه دوه ورځني سفر په مهال د ايران د بهرنيو چارو د وزير په ګډون د دې هېواد له يو شمېر چارواكو سره وګوري. د نوموړي په خبره، داوزدى به هڅه وكړي، چي د افغان حكومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د پيل لپاره د ايراني چارواكو ملاتړ او همكاري جلب كړي. طاهري د بين الافغاني مذاكراتو د پيل لپاره د ګاونډيو هېوادونو په ځانګړې توګه د ايران رول مهم بولي او ټينګار كوي، چي په افغانستان كي د سولي ټينګښت د سيمي د هېوادونو په ګټه دى او دا هېوادونه بايد له دې بهيره ملاتړ وكړي. ايران يو له هغو هېوادونو څخه دى، چي له طالبانو سره يې اړيكه په رسمي توګه اعلان كړې ده.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...