د افغانستان او د ایرلنډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ سبا د هند په دهرادون کي ټیسټ لوبه پیلږي

افغانستان تېر کال د کرکټ د نړیوالې شورا بشپړ غړی سو او د ټېسټ لوبو امتیاز یې ترلاسه کړ.

تر هغه وروسته یې تېر کال د جون په میاشت کي له هند سره د پنځو ورځو لومړۍ سیالي وکړه چي دا لوبه یې بایلوده، سبانۍ لوبه د افغانستان دوهمه ټېسټ لوبه ده چي ترسره کوي یې.

له ایرلنډ سره د روانو لوبو په ترڅ کي افغانستان د شل اورونو درې لوبي وکړې چي درې سره یې وګټلې او یو ورځنۍ لوبې د دواړو لوبډلو ترمنځ دوه د دوو په وړاندي مساوي سوې.

x

دا هم وګورئ

افغان معلولینو ملي لوبډلي د پاکستان څخه لوبه وګټل

رپوټ: اسدالله نوري د معلولینو د نړیوال سیریز سیالیو په دوهمه لوبه کي د افغانستان ...