د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ویلي چي له وینزویلا خپل ټول ډیپلوماټان وباسي. هغه ویلي چي د دوشنبې په ورځ یې له یاد هېواده د خپلو ډیپلوماټانو د ایستلو خبر ورکړی دی.
د امریکا له دفاع وزارت نه په خپرې سوې خبرپاڼه کي راغلي چي دا پرېکړه د تېرې جنوري میاشتي د ۲۴مې د پرېکړې په څېر د وینزویلا د وضعیت د ترینګلتیا څرګندونه کوي او هم هغه په دې هېواد کې د امریکا سفارت د کارکوونکو په اړه د امریکا د پالیسي پایله په ډاګه کوي چې دوی تر فشار لاندي دي.
دا لا تر اوسه جوته نه ده چي کوم شمېر امریکایي ډیپلوماټان تر اوسه په دې هېواد کې پاته دي او په څومره وخت کي باید ووځي. دا په داسي حال کي ده چي تر دې څو ساعته مخکي امریکا د روسیې پر هغه بانک هم بندیزونه ولګول چې د وینزویلا د تېلو له دولتي شرکت سره معاملي کوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون