د هند د ټاکنو رییس سونیل ارورا وايي، په هېواد کي یې ۹۰۰ میلیونه وګړي د رایو ورکولو حق لري. دده په خبره دغه ټاکني د اپریل په ۱۱مه پیلېږي او په اوو پړاوونو کي به ترسره سي. سونیل زیاته کړې چي ټاکني به یوه میاشت وخت ونیسي. هند په نړۍ کي د ولسواکۍ او رایې ورکولو له پلوه تر ټولو ستر هېواد دی.
د هند ټاکنې د نړۍ تر ټولو ستره ولسواکي ګڼل کېږي. هندي چارواکي وايي د ټاکنو لپاره بشپړ تیاری نیول سوی دی او په خبره یې هر څه به پر خپل وخت ترسره سي. ویل کېږي چي اوسنی حاکم ګوند بهارتیا جناتا به وکړای سي د پارلمان اکثریت چوکۍ خپلي کړي.
زرګونه نوماندان د پارلمان د ۵۴۳ څوکیو لپاره سره سیالي کوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون