د امریکا په واشنګټن ایالت کي پرون سلګونه کسانو په یو اعتراض کي په ایران کې د رژیم د بدلون غوښتنه کړې ده. اعتراض کوونکو هغه څه چي دوی یې د ایران د خلکو پر ضد د تهران جنایات بولي، هم غندلي دي. په واشنګټن کي اعتراض کوونکو د ایران بیرغ او ځینو یې د ایران د ملي مقاومت د شورا د مشرې مریم رجوي تصویرونه لېږدول. په ایران کي د ملي مقاومت د شورا پر فعالیت بندیز لګېدلی دی.
د ټرمپ ادارې هم د ایران پر ضد اقدامات کړي او تهران یې په منځني ختیځ کي د ترهګرۍ په ملاتړ تورن کړی دی.
واشنګټن دغه راز ایران تورنوي چي د ملګرو ملتونو د پرېکړه لیکونو خلاف د اټمي وسلو د ترلاسه کولو هڅې کوي خو ایران دا تورونه نه مني.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون