امریکا پاکستان ته: د ترهګرو پر ضد کوټلي ګامونه واخلئ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا پر هند او پاکستان د صبر او حوصلي ږغ کړی دی.
د امریکا د بهرنیو چاورو وزارت د ویاند مرستیال رابرټ پلاډینو ویلي، امریکا په پاکستان او هند ټینګار کوي چي د تاوتریخوالي د کمولو لپاره اغېزمن ګامونه پورته کړي.
هغه خبریالانو ته په خبرو کي ویلي، د یادو دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ روان تاوتریخوالی حالات لا کړکیچنوي او که چېرته دواړه له زغم نه کار وانخلي نو دواړه هېوادونه به کلونه شاته ستانه سي. هغه په خپلو خبرو کي پر پاکستان ږ غ کړی دی چي د ترهګرو ډلو پر وړاندې کوټلي ګامونه پورته کړي او د خپلو ګاونډیانو اندیښنو ته مثبت جواب ووایي. ویاند زیاته کړې چي د امریکا دبهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د دواړو هېوادونو دبهرنیو چارو له وزیرانو سره هم په همدې تړاو خبري کړي دي او ترې یې د تاوتریخوالي د کمولو غوښتنه کړې ده.
x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...