ترکیې ته د امریکا تازه خبرداری

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چي ترکیې ته یې له روسیې نه د دافع هوا سیسټم د پېرلو له امله خبرداری ورکړی دی.

د یاد وزارت مرستیال ویاند رابرټ پالادینو ویلي، که ترکیه له روسیې S400 ډوله سیسټم وپېري، واشنګټن به پر ترکیې د F35 ډوله پرمختللو جنګي جټ الوتکو د پلورلو پر پروګرام له سره غور وکړي. په اروپا کي د امریکایي ځواکونو قومندان جنرال کورټیس سکاپاروتي هم پرون د امریکا د سنا د پوځي خدماتو کمېټې ته په خپلو خبرو کي ورته څرګندوني کړي وې. دا په داسي حال کي ده چي تېره میاشت روسي رسنیو راپور ورکړ چي ترکیه غواړي له روسیې S400 ډوله دفاعي سیسټم د دوه نیم میلیارده ډالرو په ارزښت وپېري.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...