په پاکستان کي د افغانانو ځورول لا هم دوام لري او خلک وایي، چي نه يوازي د پاکستانیو ملېشو له خوا ځورول کیږي، بلکي پیسې هم ترې اخیستل کیږي او آن زندانونو ته لېږدول کیږي. له بلي خوا افغان چارواکي وایي، چي د پاکستاني حکومت سره د ستونزو په اړه یې په بیا بیا ناستي ترسره کړي، چي تر دې مهاله زيات مشکلات حل سوي هم دي.