روسيې او ترکمنستان په خپل منځ کي د ستراتيژيک مشارکت موافقه لاسليک کړه. دا موافقه په داسي حال کي وسوه، چي د پخواني شوروي اتحاد د دغو دوو جمهوريتونو ترمنځ اړيکي ځيني وخت لانجې تر سيوري لاندي راولي.
د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين او د ترکمن ولسمشر قربان قُلي بيردي محمددوف دا تر ډېره سمبوليکه موافقه د رواني اکتوبر پر ۲مه عشق اباد ته د پوتين د يو ورځيني سفر په لړ کي لاسليک کړه.
دا ترکمنستان ته په تېرو ۵ کلونو کي د پوتين لومړنی سفر و. پوتين په دې خواشيني څرګنده کړه، چي په ۲۰۱۶ مېلادي کال د دواړو هيوادونو ترمنځ سوداګريزه راکړه ورکړه کمه سوې ده او هيله يې ښکاره کړه چي دا حالت به ژر بدل شي. بيردي محمددوف وويل، چي هېواد يې په سيمه کي له روسيې سره دوه اړخيزو همکاريو ته چمتو دی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون