د ايران په سيستان بلوجستان ايالت کي ،د سپاه پاسداران پوله ساتو سرتيرو د سورلۍ په موټر ځانمرګی بريد سوی، لومړني رپوټونه وايي په دغه بريد کي شل کسه وژل سوي او شل نور ټپيان دي.
د ایران په سیستان بلوچستان ایالت کي د سپاه پاسداران امنیتي ځواک پر پوله ساتو عسکرو ځانمرګي برید کي مرګ ژوبله اوښتې.
د دغه ځواک ‘قدس’ نومي مرکز په یوه اعلامیه کي ویلي، له باروتو ډک یو موټر له هغه بس سره ټکر سوی، چي د سرحدي ځواک سرتېري یې لېږدول.
په اعلامیه کي د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویل سوي، خو د ایرنا دولتي خبري اژانس په راپور کي د باوري سرچینو له قوله ویل سوي، چي په پېښه کي نژدې ۲۰ کسان وژل سوي او ۲۰ نور ټپیان دي.
فارس خبري اژانس بیا د وژل سویو شمېر ۳۰ کسان ښيي.
د العدل په نامه ډلي د خواله رسنۍ ټیلګرام له لارې ویلي، چي برید دوی کړی دی.
سیستان بلوچستان د ایران له ناامنه سیمو یوه ده. دغه سیمه له پاکستان سره پر پوله پرته ده او وخت ناوخت د ورته پېښو شاهده وي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون