خبریال: اسدالله نوري
د افغانستان ايلېون لوبډلي لوبغاړي هغه افغان ملي لوبغاړي دي، چي اوس په هندوستان کي د اېرلېنډ سره د لوبو له پاره تمرینونه کوي، دوی پرون د آی پي ایل د یوه کلب (رویال چلېنجرز بېنګلور) او نن ئې د کرناټاکه لوبډلي څخه لوبه وګټل.
په لوبه کي اول بېټینګ افغان لوبغاړو وکی او په (۴۸) آوره کي کرناټاکه لوبغاړو ته (۲۱۹) هدف ورکی، په افغان لوبغاړو کي (نجیب الله ځدراڼ ۸۳، حشمت الله شهیدي ۳۴ او اصغر افغان ۲۸) منډي وکړلې.
کله چي د کرناټاکه لوبغاړي بېټینګ ته راغلل، نو تر (۳۳) آوره ئې ټول ویکیټونه بایلل، دوی په ټولو لسو لوبغاړو (۱۶۶) منډي وکړلې او لوبه ئې د (۵۲) منډو په توپير پر افغانانو بایلل.
په افغاني بالرانو کي شاپور ځدراڼ، جاوید احمد او ګلبدین نایب دوه دو هویکیټه واخیستل.
د یادوني وړ ده، چي کرناټاکه لوبډله هر کال د هند په (رانجي) جام سیالیو کي ګډون کوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون