ملګرو ملتونو اعلان كړى، چي په تېرو شپږو مياشتو كي په يمن كي د جګړې له كبله له ۵۰۰ زرو زيات ماشومان بې ځايه سوي دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق يونيسف وايي، دا ماشومان، چي له حديده ښاره بې ځايه سوي، له يوې خطرناكي راتلونكي سره مخ دي.
په همدې حال كي د ماشومانو د ملاتړ ادارې سيف دي چيلډرن ويلي، په حديده كي د جګړې پر لنډ مهالي بندښت سربېره هم زرګونه كورنۍ د جګړې د بيا پيلېدو له وېرې له دغه ښاره د تېښتي په حال كي دي.
په دې جګړه كي د ايران ملاتړې حوثي ملېشي او جمهور رئيس عبدالربه منصور هادي ته وفادار ځواكونه، چې سعودي عربستان يې ملاتړ كوي، ښكیل دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون